به ویبسایت افغان تیزیس خوش آمدید/ د افغان تیزیس ویبسایټ ته ښه لاغلاست

د افغانستان پارلمان د ١٣٨٧ هـ ش کال اجراات

سال

: 2020.09.24

ګروه ها

: حقوق

قیمت

: 1000

تعداد صفات

: 65

کد فایل

: 289

مقطع

: لیسانس

 سریزه: زمونږ  په هيوادکې د جرګو دود او دستور ډيره اوږده او لرغونې سابقه او نقش لري افغانان دې جرګو ته په احترام ګوري د تاريخ په اوږدوکې زمونږ پلرونو او نيکونو له دغه  ټولنيز او ارزښتناک او ښه دود څخه استفاده کوله لکه څرنګه چې په لرغوني اريانا کې د ټولنيز ژوند له پراختيا څخه او د عامه ګټو د تامين په خاطر د سياسي نظام  ( دولت ) د جوړولو  لپاره د ملي ځواکونو جوړولو ضرورت له مخکې نه زيات احساس شو او دا کار ددې سبب شو چې د ټولنيز جوړښت زمينې ډيره پراختيا ومومي او د همدې موخې لپاره دي چې سيمه ايزې جرګې نه يواځې د سيمه ايز ژوند په کچه د ټولنيز جوړښت زړي دي  بلکې د و خت د اړتيا له مخې دملي او مهمو مسلو حل کولو په لاره کې تاريخي او ارزښتناک رول لو باوه  دغه جرګې او ملي غونډې د افغانستان په لرغونې ټولنه کې د پرمختيا او د سياسي او ټولنيز ژوندانه د پرمختګ لپاره مهم عنصرونه وګرځيدل دا ارزښتناک دستور تر اوسه پورې زمونږ د ټولنې په سياسي او ملي ژوندانه کې لوړ او با ارزښته  مقام لري .ملي او قبيلوي جرګې  د تاريخ په اوږدو کې  او په ځانګړې توګه په ١٩ م پيړۍ کې  او له هغې وروسته په افغانستان کې  د ازادۍ په ساتلو او له پرديو  سره په مبارزه کې  اغيزناک رول لوبولى دي د مثال په  توګه د انګليس استعمار پرضد د ١٨٤١ کال ملي جرګه، د ايران د ظلم او د ګرګين پرضد د ميرويس خان هوتکي  جرګې  چې په ١٧٠٩ م کال کې  په افغانستان کې  د يو غښتلي دولت د جوړيدو سبب شو  او همدارنګه د ١٧٤٧ م کال د اکتوبر د مياشتې جرګه چې د شير سرخ د زيارت په ودانۍ کې  يې له نهو ورځو خبرو اترو وروسته احمدخان ابدالى د سلطنت د مشر په توګه وټاکه .چې دا نه يواځې د ملي او ټولنيزو دودونو له مخې بلکې  زمونږ د ټولنې په ژوندانه کې  هم له مذهبي پلوه ارزښتناک دي او زمونږ خلک يې ډير احترام کوي د اسلام مبين دين د شوراګانو د ارزښت په باب صريح  او روښانه حکمونه لري چې په قران کريم او د حضرت محمد ( ص ) په احاديثو کې  په وار وار بيان شوي دي  بلکې  زمونږ د جامعې د انتظام په بهير کې  چې  د اساسي قانون په تصو يب سره تضمين شوي دي ډير  با ارزښته نقش او رول ترسره کړى ده او په همدې خاطر ملي شورا ايجاد شوې ده  د ذکرکولو وړ ده چې د لومړي ځل لپاره په  ١٣١٠ کال کې  ملي شورا رامنځته شوه  او په منظم ډول بيدون له وقفې څخه تر ١٣٥٢ کال پورې ملي شورى لرله  او په ٤٢ کلن عمر کې   ١٣ دورې درلودي چې په  ١٣٥٢ هـ ش کال کې  د چنګاښ د کودتا له امله  پاى  ته ورسيده . زمونږ په ګران هيواد افغانستان کې  د کلونو کلونو ناخوالو وروسته دادى افغانستان د يو مقننه قوې خاوند شو  په هيوادکې  د مقننه قوې جوړښت د بن د تاريخي پريګړه ليک اخرنى پړاو او د دولت د درې ګونو قواوو بشپړيدل دي  زمونږ په ګران هيواد کې  تر ډيرو کلنو پورې  د دولت د يو ستر تقنيني اورګان  ( مقننه قوه ) نشتوالى ددې سبب شوي وو چې هيواد د قانون جوړونې اساسي منبع نه درلوده او د قانون جوړونې په وړاندې تل ستونزې پرتې وي سره ددې چې  په افغانستان کې  ډير حکومتونه منځ ته راغلل او په چټکۍ  سره بيرته  له منځه لاړل ډير قوانين يې د هغه مهال د حکومتونو له خوا جوړ او وروسته بيرته له منځه تله چې نوموړي قوانين مهالنۍ بڼه درلوده د ١٣٨٤ کال د وږى په اتلسمه نيټه د ولسي جرګې  او ولايتي شوراګانو لپاره ټاکنې ترسره شوې  چې د ملي شورا د غوره شوو استازو په ټاکلو سره هيواد د ملي شورا خاوند شوه . مقننه قوه چې د دولت د درې ګونو قواوو څخه يوه قوه ده چې د ١٣٨٢ کال د اساسي قانون د ٨٢ مادې په اساس ملي شورا د دوه مجلسونو يعنې ولسي جرګه او مشرانو جرګې  څخه جوړه ده .

.

 سريزه    1

لومړى فصل

دافغانستان دپارلمان په اړه عمومي معلومات

اول مبحث _  په نړى کې   د پارلمان تاريخى سير  8

دوهم مبحث _  په اسلامي سياسي  نظام کې   شورى         10

اول جز _ ايمان  13

دوهم جز _ فقاهت         13

دريم جز _ عدالت او ديانت          14

څلورم جز _ عاقل اوبالغ وي        14

پنځم جز _ د عامو رواجونو څخه خبر وي   14

شپږم جز _ نارينتوب       15

اووم جز _  په خپله به ځان نه کانديدوي    15

اتم جز _ حريت  15

نهم جز _ امين به وي      16

لسم جز _ د اسلامي امت معتمد وي        16

دوهم فصل

په افغانستان کې  د پارلمان تاريخى سير

اول مبحث _  دامان الله خان په دوره کې  مقننه قوه          21

دوهم مبحث _  دنادرخان په دوره کې  شورى        23

دريم مبحث _  دظاهرشاه په دوره کې  پارلمان      25

دريم فصل

په افغانستان کې  د پارلمان جوړښت او تشکيلات

اول مبحث _   دملي شورا واکونه اوصلاحيتونه        31

اول مطلب  _  ددواړو جرګو کډ واکونه او صلاحيتونه            31

دوهم مطلب  _ دولسي جرګې  ځانګړي  واکونه  اوصلاحيتونه          33

دوهم مبحث _  دولسي جرګې  اداري هيئت         36

اول مطلب  _  دولسي جرګې  دريئس وظايف او صلاحيتونه 38

دوهم مطلب _  دولسي جرګې  دنائبانو وظايف اوصلاحيتونه 39

دريم  مطلب  _  د ولسي جر ګې د منشي دندې او  واکونه   39

څلورم مطلب _  د ولسي جرګې د منشي دنائب دندې او  واکونه       40

پنځم مطلب  _ د ولسي جرګې  کميسيونونه          40

شپږم مطلب _ دولسي جرګې  دايمي کميسيونونه  41

اوم مطلب _ د ولسي جرګې  د کميسيونونو  وظايف 42

اتم مطلب _ د ولسي جرګې  د دايمي کميسيونونو صلاحيتونه         43

څلورم فصل

دافغانستان دپارلمان د١٣٨٧ه ش کال اجراات اوکړنې

اول مبحث _  د ولسي جرګې  کړنې او اجراات       44

اول مطلب  _ د ولسي جرګې  د ١٣٨٧ کال ددويم کارى اجلاس اجراات      44

دوهم مطلب _  د قانون جوړونې برخه       44

دريم مطلب  _  د حکومت پر کړنو دنظارت برخه     47

څلورم مطلب _  د خلکو د ستونزو او غبرګونونو په برخه کې  48

٢_ مبحث  : دولسي جرګې  دڅلورم تقنيني کال دلومړي کاري اجلاس اجراات         48

اول مطلب _ د قانون جوړونې په برخه کې 48

دوهم مطلب _ د حکومت پر کړنو د څارنې په برخه کې       51

دريم مطلب _ غبرګونونه او د خلکو ستونزې           51

دريم مبحث _   دمشرانو جرګې  کړنې او اجراات     53

اول مطلب _ د مشرانو جرګې  ددريم تقنيني کال دلومړۍ غونډې  اجراات    53

دوهم مطلب _ د قانون جوړونې په برخه کې          54

دريم مطلب _ د خلکو دغوښتنو او ستونزو دعکس العمل په برخه کې           55

څلورم مطلب _ د پارلماني نظارت برخه کې           56

څلورم مبحث _  د مشرانو جرګې  ددريم تقنيني کال ددويمى غونډى اجراات 57

اول مطلب _ د قانون جوړونې په برخه کې 57

دوهم مطلب _ د خلکو دغوښتنو او ستونزو دعکس العمل په برخه کې          59

دريم مطلب _ د پارلماني نظارت په برخه کې         61

پايله      62

وړاندېزونه          65

ماخذونه 66

 

منابع:

1.      د عدلى وزارت ،رسمى جريده ،پرله پسى ګڼه (٨١٨) .( د افغانستان اساسي قانون ١٣٨٢ هـ ش کال  ١٤ د جدى )

2.      د ولسي جرګې د دريم تقنينى کال د دوهم دور د شپږمې غونډى دکړنو رپوټ.(  ولسي جرګه د چارو د ادارى د پارلمانى او تقنينى چارو رياست . ١٣٨٧ هـ ش کال )

3.      د ولسي جرګې د څلورم تقنينى کال د اول دور د اوومې غونډى دکړنو رپوټ .( ولسي جرګه د چارو د ادارى د پارلمانى او تقنينى چارو رياست .١٣٨٧هـ ش کال )

4.      د مشرانو جرګې د دريم تقنينى کارى کال دکړنو لنډ رپوټ .( د مشرانو جرګې د اطلاعاتو او عامه اړيکو د رياست له خپرونو څخه . ١٣٨٧ هـ ش کال )

5.      زيدان ، دکتور عبدالکريم .فرد او دولت (  ژباړن : شهيدبرکت الله مستعان .ميوند خپرندويه ټولنه  کابل _ افغانستان   ١٣٨٦ هـ لمريز )

6.      شريعت پناهى ، داکتر سيد ابوالفضل قاضى . حقوق اساسي ونهادهاى سياسى ،( چاپ يازدهم _ زمستان ١٣٨٦ موسسات انتشارات نور )

7.      فقيرى ، عبدالحميد . شورى  پارلمان . ( مطبعه شاکر صميم  ١٣٨٨ هـ ش کال کابل)

8.      قديرى ، عبدالرسول .مرورى بر تاريخچه شوراها در افغانستان . (  رياست  

9.      اطلاعات و ارتباط عامه ولسي جرګه _ کابل  ١٣٨٥ هـ ش کال )

10.  مولانا ګوهر رحمن ، اسلامى سياست .( ژباړن : قريب الرحمن سعيد ، د پيغام خپرندوى مرکز ،١٤٣٠ هجرى قمرى کال )

جهت تماس به شماره های ذیر در تماس شوید

+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059